داوود لغماني د غزني د نوي والي په توګه وټاکل شو
May 30, 2021 02:11 Asia/Kabul
د فاریاب ولایت د نوي والي په ګمارل کیدو باندې د فاریاب ولایت د خلکو له اعتراضه وروسته داوود لغماني بلآخره د غزني ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.
د فاریاب ولایت د نوي والي په ګمارل کیدو باندې د فاریاب ولایت د خلکو له اعتراضه وروسته داوود لغماني بلآخره د غزني ولایت لپاره د نوي والي په توګه معرفي شو.
د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي وویل چې د فاریاب تیر والي داوود لغماني د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د غزني د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې لغماني د لنډې مودې لپاره د فاریاب د والي په توګه غوره شو خو د دغه ولایت د خلکو له پراخو اعتراضونو او د افغانستان د جنبشِ ملي اسلامي د مشر مارشل عبدالرشید دوستم د مخالفت په وجه بیرته کابل ته ورغوښتل شوی و.
ټیګونه