د افغانستان د حکومت او د طالبانو خبرې زر پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100976-د_افغانستان_د_حکومت_او_د_طالبانو_خبرې_زر_پیلیږي
تسنیم خبري اژانس وايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې مرکچي پلاوی زر د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره قطر ته ورځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 06:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او د طالبانو خبرې زر پیلیږي

تسنیم خبري اژانس وايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې مرکچي پلاوی زر د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره قطر ته ورځي .

د افغانستان د سولې د ملې روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله نن له طالبانو سره د کابل د حکومت د سولې د پلاوي له مشر او غړیو سره په کتنې کښې ټینګار وکړ باید له موجوده فرصت څخه د جنګ د ختمولو او د خبرو اترو له لارې سولې ته د  رسیدا لپاره استفاده وشي .

عبدالله عبدالله په دې خبرې سره چې د افغانستان حکومت په عزت سره پایدارې سولې ته رسیدا ته پاې بند دی وویل د کابل د حکومت مرکچي پلاوی زر له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره قطر ته ورستنږي .

د قطر خبرې اترې به په داسې حال کښې له سره پیل شي چې ټاکل شوي وه د ترکیې د استنبول د سولې غونډه له دوه(۲) ځله ځنډیدا وروسته له کوچني اختر وروسته وشي خو طالبان د مي د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه له افغانستانه د امریکا د عسکرو په کامل ډول د نه وتلو په دلیل په دغو خبرو کښې له ګډون کولو ډډه کوي .