حکومت د کورونا د درېمې څپې کنټرولولو ته چمتووالی لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101004-حکومت_د_کورونا_د_درېمې_څپې_کنټرولولو_ته_چمتووالی_لري
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2021 00:46 Asia/Kabul
  • حکومت د کورونا د درېمې څپې کنټرولولو ته چمتووالی لري

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.

په داسې حال کې چې د کورونا د پېښو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، ولسمشر اشرف غني وایي چې د افغانستان حکومت د کورونا وبا د دریمې څپې مهارولو ته بشپړ چمتوالی لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه خبره د روغتیا وزارت له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.

ارګ وايي، ولسمشر دغه راز د عامې روغتیا وزارت د راپور د ارزونې پر مهال وویل، حکومت د کورونا وبا کنټرولو لپاره چمتوالی لري خو په خبره یې، نړیوال روغتیایي بنسټونه دې د مؤثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.

د هغه په خبره چې د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسؤلیتونه واضح شي.

ولسمشر غني داسې مهال د کورونا د درېیمې څپې پر وړاندې د بشپړ چمتووالي خبره کوي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي له امله ښوونیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره رخصت اعلان شوي دي او په کابل کې د ودونو تالارونه هم تړل شوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له تازه ثبت شویو شمېرو سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ تنو ته، د مړه شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۹۴۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۵۷ زره او ۲۸۱ ته لوړ شوی دی.