ایران په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوي
طاهریان همداراز په دغو خبرو کې دافغانستان د سولې په بهیر کې له هلوځلو د ایران د اسلامی جمهوریت پر ملاتړپه ټينګار سره ، سولې ته د رسیدا دچټکتیا لپاره ددغه هیواد دمختلفو ډلو ټپلو ترمینځ دلازیات تعامل دضرورت یادونه وکړه .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په چارو کې دایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان نن د افغانستان د مصالحې عالی شورا له مشر عبدا... عبدا.... سره په ټيلیفوني خبرو کې د دغه هیواد د وروستیو بدلونونو او د افغانستان په چاروکې د ملګروملتو دسرمنشي له ځانګړي استازي ژان آرنو دسفر په باب دنظر تبادله کړې .
طاهریان د ا فغانستان دسولې په بهیر کې د افغانانو په واکوالۍ سره دخبرواترو پر دوام په ټينګار سره وئيلي دي ، د افغانستان بحران یوازې دخپل مینځیو خبرواترو له لارې ممکن دی .
طاهریان همداراز په دغو خبرو کې دافغانستان د سولې په بهیر کې له هلوځلو د ایران د اسلامی جمهوریت پر ملاتړپه ټينګار سره ، سولې ته د رسیدا دچټکتیا لپاره ددغه هیواد دمختلفو ډلو ټپلو ترمینځ دلازیات تعامل دضرورت یادونه وکړه .
عبدا... عبدا... هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې د افغانستان دسولې د خبرواترو له بهیر ه دملاتړونو د دوام غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي،د افغانستان شخړه هیڅکله هم پوځي حل لاره نه لري او جنګ جګړو ته مخه کول او تاؤتریخوالی یوازې ددغه هیواد د ولس مشکلات زیاتوي او بیخ بینائي تاسیسات له مینځه وړي .
وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان په چارو کې دملګروملتو دسرمنشي ځانګړي استازي ژان آرنو دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره هم لیده کاته کړي دي .