طالبانو د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ هم نیولي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101384-طالبانو_د_غزني_ولایت_جغتو_ولسوالۍ_هم_نیولي_ده
صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو په غزني ولایت کښې یوه(۱) بله سیمه هم ونیوله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2021 00:54 Asia/Kabul
  • طالبانو د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ هم نیولي ده

صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو په غزني ولایت کښې یوه(۱) بله سیمه هم ونیوله .

د افغانستان په پارلمان کښې د غزني ولایت د خلکو استازي عارف رحماني په ټویټر پیغام کښې وویل د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ پرون د طالبانو لاس ته ورغله .

هغه وویل د غزني ولایت بیلابیلې سیمې د حکومت او د امنیتي ځواکونو د سستۍ په خاطر یوبل پسې د  طالبانو لاس ته د ورتلو په حال کښې دي .

د  طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړه چې زمونږ کسانو پرون د جغتو ولسوالۍ مرکز ، د پولیسو مرکز او نور حکومتي مرکزونه نیولي دي .

په تیرو دوو (۲) اونیو کښې طالبانو د افغانستان ډیرې ولسوالۍ نیولي دي خو د کابل حکومت ادعا کوي چې دوې تاکتیکي شاتګ کړی دی .

د طالبانو د وروستیو پوځي خوځښتونو د زیاتیدا په وړاندې د افغانستان د  حکومت بې عملۍ د خلکو او د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو غوسه راپارولي ده .