په ننګرهارکې ۶ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101702-په_ننګرهارکې_۶_واکسیناتورانو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
د دې ولایت د والي ویاند عطاا...خوږیاڼي وویل، چې لومړی پېښه د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې، چې له امله یې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2021 12:03 Asia/Kabul
  •  په ننګرهارکې ۶ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله واوښته

د دې ولایت د والي ویاند عطاا...خوږیاڼي وویل، چې لومړی پېښه د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې، چې له امله یې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي دی

د دې ولایت د والي ویاند عطاا...خوږیاڼي وویل، چې لومړی پېښه د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې، چې له امله یې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي دی

د افغانستان د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې نن سهار  له ۷ تر نهو بجو وسله والو کسانو پر واکسیناتورانو بریدونه کړي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاا...خوږیاڼي وویل، چې لومړی پېښه د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې، چې له امله یې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي دی.

خوږیاڼی وایي، دوهمه پېښه په سره رود او درېیمه یې د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې له امله یې ۴ واکساتوران ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې بیا روغتیایي چارواکي هم مني، چې له یادو پېښو ورته ۵ ټپیان او یو جسد ور وړل شوی دی.روغتیاپالان زیاتوي، چې د ځینو ټپیانو حالت سخت دی.تر اوسه د دې پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.له دې پېښو سره هم مهاله په ټول ننګرهار کې د پولیو د واکسین د تطبیق پروسه هم تر امر ثاني پورې وځنډېده.دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو میاشتې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې پر درېیو ښځينه واکسیناتورانو د نامعلومو وسله وال له خوا برید شوی وو، چې درې تنه واکسیناتورانې پکې وژل شوې وې.

د افغانستان  په ډیرو ولایتونو کې تېره ورځ د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو، چې د مسؤلانو په خبره، نن او سبا ورځ به هم دوام ولري.