د افغانستان او د طالبانو پلاویو له یوبل سره کتنه وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومتي عسکرو او د طالبانو ترمینځ د جنګونو له زیاتیدا سره په یووخت د کابل د حکومت مرکچي پلاوي غړیو او دغه ډلې یوځل بیا له یوبل سره خبرې وکړې او د بیلابیلو مسائیلو په هکله بحث او د نظرتبادله وکړه .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په ټویټر پیغام کښې وویل تیره شپه د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاویو تماس ډلو په یوې (۱) کتنې کښې د بین الافغاني غونډو د تنظیمولو او ترتیبولو په هکله بحث او خبرې وکړې .
د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي هم په ټویټر پیغام کښې وویل د سولې د دوو (۲) مرکچي پلاویو د تماس ډلو غونډه وشوه او د خبرو اترو د تنظیمولو او ترتیب په هکله هراړخیزه بحث وشو .
کابو اوه (۷) ورځې مخکې هم د افغانستان دحکومت او د طالبانو مرکچي پلاویو غړیو له یوبل سره کتنې کړي وې .
دغه کتنې په داسې حال کښې کیږي چې په تیرو اونۍ کښې د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د طالبانو د غړیو او د حکومتي عسکرو ترمینځ جنګونه زیات شوي دي او طالبانو ځینې ولسوالیانې هم نیولي دي .