ننګرهار کښې څلوېښتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101802-ننګرهار_کښې_څلوېښتو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې څلوېښتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2021 10:11 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې څلوېښتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې څلوېښتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار دوالی  ویاند عطا الله خوږیاڼي وويل، د دې ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په خلاف د امنیتی ځواکونو له لورې په پېل شویو عملیاتو کښې په تیرو څلرویشت ساعتونوکې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ژوبل شوي دي  .

دوالي ویاند وویل په وژل شویو کښې پاکستاني وګړي او په ژوبل شویو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان لطف الرحمن مشهور په طوفان او مولوي ریاض الله مشهور په حقاني شامل دي  د ننګرهار د والي ویاند وویل په عملیاتو کښې د وسله والو طالبانو زیاته اندازه سپکې او درنی وسلی هم له منځه وړل شوي او دغه رنګ هغه څلور کړې ماینونه هم ناکاره شوي چې د ده په وینا طالبانو د امنیتی ځواکونو او ولسي وګړو د تګ راتګ په لارکښې ښخ کړي وو . د والي ویاند د عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اوعامه وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې طالبانو د خلقو د تګ راتګ په لار کښې دوه پلونه په بمونو الوزولوي او ولسي وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي .

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي . د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په خلاف د امنیتی ځواکونو زمکني او هوايي عملیات وروسته له هغې  پېلیږي چې تیره ورځ وسله والو طالبانوپه یو ډله ییز برید کښې د غلته د سیمه ییزې اردو دسرتیرو څو پوستې لاندې او د ولسوالۍ د ودانۍ پر لور څو کیلو متره مخکې ورغلل . په  سیمه کې عینی شاهدان وایي وسله والو طالبانو دسیمه یزی اردو له سرتیرو لاندې کړوپوستو ته اور اچولی او تر لاسه کړې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.