د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101814-د_زابل_شینکۍ_ولسوالي_طالبانو_ته_پرېښودل_شوې
د افغانستان د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او سقوط یې کړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2021 11:58 Asia/Kabul
  •  د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې

د افغانستان د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او سقوط یې کړے دے.

نوموړي زیاته کړې چې یاده ولسوالي له جګړې پرته له ګڼ شمېر وسلو او د ملي اردو له مهماتو سره طالبانو ته پرېښول شوې ده. بلخوا د طالبانو ویاند بیا ویلي شینکۍ ولسوالۍ یې د کمپاین په نامه د یوې قرارګاه تر تصفیه کولو وروسته نیولې ده. نوموړي ویلي چې شنیکۍ ولسوالي اوس په بشپړه توګه د دوی په لاس کې ده او له یادې ولسوالۍ څخه یې سلګونه میله سپکه او درنه وسله او خورا ډیر مهمات هم لاس ته ورغلي دي. د زابل سیمه ییزو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.