طالبان له نظامي لارې غواړي ځان واک ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101898-طالبان_له_نظامي_لارې_غواړي_ځان_واک_ته_ورسوي
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له جمهوريت سره سیاسي معاملې ته لیواله نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2021 13:04 Asia/Kabul
  • طالبان له نظامي لارې غواړي ځان واک ته ورسوي

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له جمهوريت سره سیاسي معاملې ته لیواله نه دي.

عبدالله د انتالیا ډيپلوماسي مجمع غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې داسې نښانې شته چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه د نظامي پرمختګ په لټه کې دي. عبدالله غونډې ته خبرداری ورکړ که طالبان فکر کوي چې له پوځي لارې به بریا ته رسېږي، دا به د طالبانو له خوا ډېره غلطه محاسبه وي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې دوام به هېڅ ګټیالی ونه لري. عبدالله د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل چې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او پرځای یې د اوږد مهال ثبات لپاره له افغانستان سره کار وکړي.

عبدالله د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې د ترکیې غونډه نه ده لغوه شوې، خو په خبره یې دا غونډه به هغه وخت ترسره شي چې د افغانستان دولت او طالبان جدي خبرو ته چمتو شي.