طالبان دې دجنګ او وژلو له دوامه لاس په سر شي
د بسم ا...محمدي څرګندونې په داسې حال کې دي،چې دامریکا په مشرۍ دبهرنیو پوځيانو د وتلو له وخت څخه طالبانو ډلې خپلې حملې زیاتې کړي دی او په لسګونو ولسوالۍ ئې نیولي او نیّت لري ، حکومت دخپلو نامعقولو غوښتنو منلو ته اړ باسي .
طلوع نیوزخبری چینل راپور ورکړی،د افغانستان د ملی دفاع وزارت سرپرست بسم ا... محمدي نن وردګ ولایت ته په سفر کې دځاي چارواکو په ټول کې وئيلی دي ، طالبان به هیڅکله د جنګ له لارې بریالي نشي او که دوي وغواړي ،په تاؤتریخوالی سره د افغانستان پر ولس ځانونه وتپي ، نو دا هیله به له ګور سره ځان ته یوسي .
د افغانستان دغه لوړبوړي پوځي قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې خبرې اترې ددغه هیواد دبحران دحل یوازینۍ لاره ده ، ټينګار کړی،ولس له طالبانو سره دمخامخیدا لپاره د حکومتي ځواک تر څنګ چمتووالی لري .
د میدان وردک والي لونګ فیضان هم وائي،د افغانستان دفاعي او امنیتی ځواک به اجازت ورنکړي ،چې طالبان خپله د تیروخت تجروبه تکرار کړي او که دا خیال کوي ، چې په جنګ کې بریالی کیږي،نو باطل خیال لري .
د بسم ا...محمدي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې دامریکا په مشرۍ دبهرنیو پوځيانو د وتلو له وخت څخه طالبانو ډلې خپلې حملې زیاتې کړي دی او په لسګونو ولسوالۍ ئې نیولي او نیّت لري ، حکومت دخپلو نامعقولو غوښتنو منلو ته اړ باسي .
زمونږ خبریال په یوه بل خبر کې وائي ،صدای افغان خبری اژانس راپور ورکړی، دافغانستان دفاع وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ، دبلخ ولایت په چهار کنټ ولسوالۍ کې ئې د ولسی پاڅون کونکو په مرستې سره د طالبانو له منګولو لس کلي آزاد کړي او ۵۵وسلوال طالبان ئې وژلي دي