د طالبانو د مقابلې لپاره افغان ولسي ځواک جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102370-د_طالبانو_د_مقابلې_لپاره_افغان_ولسي_ځواک_جوړیږي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د طالب ډلې له بریدونو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواک د جوړیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د طالب ډلې له بریدونو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواک د جوړیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د طالب ډلې له بریدونو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواک د جوړیدو خبر ورکړی دی.

بسم الله خان محمدي چې د امنیتي حالاتو د څیړنې په موخه میدان وردګ ولایت ته تلی و، وویل: امنیتي ځواکونه به په پوره توان سره د طالبانو مقابله وکړي او د دغې ډلې په وړاندې د اودریدو لپاره به له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.

هغه زیاته کړه چې خبرې اترې په افغانستان کښې د نښتو د ختمولو ډیره غوره لاره ده او طالبان د جنګ له لارې قدرت ته نه شي رسیدې.