پاکستان دکډوالوله موضوع ددباؤ د اړم په توګه ناسمه استفاده کوي
د پاکستنان خارجه وزیر په همداوروستیو کې وئیلي که په افغانستان کې داخلی جنګ رابورته شي ، نو له افغانستان سره به خپلې درستې پولې وتړي او د لازیاتو کډوالو له منلو به ډډه وکړي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د کابل حکومت د افغان کډوالو په باب د پاکستان د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر اسلام اباد غږکوي ،څو د کډوالو له موضوع دې ددباؤ داړم په توګه استفاده نه کوي .
راپور ښئ په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ، د کابل حکومت تل خبل وطن ته دافغان کډوالو په احترام او عزت سره او دستنیدا غوښتونکی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز زیاته شوې ده ، کابل د پاکستان او افغانستان د عمل د اقدام د پروګرام پشمول د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د موجوده جوړښتونو په چوکاټ کې په دوامدار ډول له پاکستان سره دسولې او پيوستون لپاره کار کوي .
د افغانستان خارجه وزارت د افغان کډوالو په باب د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې هم روښانه کړې ده ، تمه کیږي ،څو ګاونډي هیوادونه پر افغانستان د دباؤ د اړم په توګه دکډوالو له موضوع استفاده ونه کړي . .
د افغانستان دسولې په بهیر کې د پاکستان رول ته په پام سره ددې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ، مونږ په دې اند یوو چې په افغانستان کې د هراړخیزې سولې د تامینیدا او دوینې دبهیدا دختمولو لپاره د پاکستان صادقانه ملګرتیاوې ، وار د واره د پاکستان د حکومتي چارواکو له خوا د اندیښمنونکو اټکلونو او نظر څرګندونو څحه لا اغیزشیندونکي وي .