د افغانستان په ولسواليو د طالب ډلې قبضې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102500-د_افغانستان_په_ولسواليو_د_طالب_ډلې_قبضې_دوام_لري
طالبانو د افغانستان په لسو نورو ولسواليو قبضه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2021 08:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ولسواليو د طالب ډلې قبضې دوام لري

طالبانو د افغانستان په لسو نورو ولسواليو قبضه کړې ده.

له کابل نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د بدخشان ولايت ځاي سرچينو نن اعلان وکړ،تېره شپه له افغان ځواکونو له وتلو وروسته د دغه ولايت په اوو ولسواليو يعنې « تيشکان ، تگاب ، درايم ، کشم، وردج ، شهر بزرگ او يفتل »  باندې طالب ډلې قبضه وکړه.

له بلې خوا طالب ډلې ادعا وکړه چې د قندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ يې هم قبضه کړې ده.

تېره ورځ هم په کاپيسا ولايت کښې تګاب او  پکتيکا ولايت کښې زرمت ولسوالۍ د افغان حکومت له کنټروله ووتې.

د طالب ډلې په لاس د دغو ولسواليو سقوط په داسې حال کښې دے چې د افغان حکومت چارواکو وويل چې د طالب ډلې دغه قبضې موقتي دي.

طالب ډلې په دې وروستيو هفتو کښې له افغانستانه د امريکائي فوخيان د وتلو په اعلانېدو سره د خبرو اترو مېز ته د راتلو په ځاے د افغانستان په مختلفو سيمو باندې  حملې زياتې کړې دي او افغان فوځي ځواکونه او ولسي ځواکونه ورسره د مقابلې په حال کښې دي.