په افغانستان کښې طالبانو ته مرګ ژوبله
Jul 12, 2021 11:49 Asia/Kabul
افغان فوځ په وروستۍ هفته کښې د سلګونو طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د فوځ وياند اجمل عمر شينواري وويل، په تېره يوه هفته کښې ۱۱۷۷ طالب ځواکونه وژل شوي دي.
د شينواري د وېنا له مخې د افغان ځواکونو په عملياتو کښې همدارنګ ۶۵۱ طالبان ژوبل او ۴۲ تنه ونيول شول.
دغه وياند په پينځو ولايتونو کښې د طالب ډلې په خلاف د فوځ د توپونو او هوائي حملو ته په اشارې سره واضحه کړه، حکومتي ځواکونو په وروستيو ورځو کښې پينځه ولسوالۍ له طالب ډلې بېرته ونيوې.
شينواري زياته کړه د دې وروستيو ورځو په نښتو کښې پينځه تنه افغان فوځيان هم ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.