غواړو په اروپا کې د مېشتو افغانانو له بشري حقونو دفاع وکړو
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې«روزا اوتونبایوا»سره په کتنه کې ویلي
چې دا ډله غواړي په اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته لاسرسی ولري او د هغوی له بشري حقونو دفاع وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو خواوو د راستنېدونکو اړتیاوو، وروستیو پرمختګونو او د خصوصي سکټور د ودې په اړه خبرې کړې دي.
د خبر پاڼې له مخې، متقي اروپايي هېوادونو ته د لاسرسي او افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.
طالبانو له یوناما هم غوښتي چې په خپلو راپورونو کې د دې ډلې پرمختګونه یاد کړي.
د خبرپاڼې له مخې، اوتونبایوا ژمنه کړې چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې د دې ډلې د پرمختګونو په اړه راپور ورکړي.