جلال اباد کښې د مائن چاودنې لس عامه وګړي ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103048-جلال_اباد_کښې_د_مائن_چاودنې_لس_عامه_وګړي_ژوبل_کړل
د ننګرهار چارواکو په جلال آباد کښې د مائن چاودنې له کبله د لسو عامه وګړو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • جلال اباد کښې د مائن چاودنې لس عامه وګړي ژوبل کړل

د ننګرهار چارواکو په جلال آباد کښې د مائن چاودنې له کبله د لسو عامه وګړو د ژوبلېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه چاودنه بېګا خواوشا اته بجې د جلال اباد ښار تر ټولو د ګڼې ګوڼې ډکې سیمې تالاشۍ څلورلارې کښې د پولیسو د دویمې حوزې د مرستیال په رنجر موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي مائن د چاودنې له امله رامنځته شوه. دننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وويل په چاودنه کښې لږ تر لږه لس تنه عامه وګړي ژوبل شول خو په سیمه کې عینی شاهدانو ویلی چې په چاودنه کې د پولیسو د دویمې حوزې د مرستیال او څو پولیسو په ګډون شل تنه ژوبل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري چا کس يا ډلې په  غاړه نده اخسیتې . بل پلو له دې چاودنې څو شیبې ورسته د ښار په دویمه ناحیه کښې له یوې روانې رکشې څخه ناڅرګندو کسانو د (ګرین هاټ) په نوم هوټل مخې ته لاسې بم ورغورځوۀ چې د یاد هوټل د ساتونکو له لورې پرې ډزې شويدي . چارواکي وایي په دې پېښه کې دسر زیان نه دے رامنځته شوے خو د څو موټرونو د ټکر له امله مالي زیانونه اوښتي دي.