پاکستان ته په لسګونوافغان پوځیانو دژوند د نجات لپاره پناه وړې
د پاکستان دپوځ په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، د افغانستان د پوځ افسران او عسکر به د قانوني مرحلو تیریدا وروسته په احترام سره د خپل هیواد حکومت ته وسپارل شي . له دې مخکې هم د افغانستان کابو څلویښتو پوځیانو پاکستان ته پناه وړې وه چې بیا په احترام سره افغان حکومت ته سپارل شوي وو .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان پوځ نن یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دامنیتی حالاتو په تیره بیا د چترال – آرندو سترې لارې کې له پاکستان سره په ګډې سرحدي سیمې کې دحالاتو د ترینګلتیا له امله افغان پوځيانو له طالبانو ډلې سره په جنګ کې خپلې امنیتی پُستې له لاسه ورکړي او د افغانستان د پنځو پوځي افسرانو پشمول دوه پنځوس افغان پوځیان د پاکستان خاورې ته تښتیدلي او پناه ئې وړې ده .
د پاکستان دپوځ په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، د افغانستان د پوځ افسران او عسکر به د قانوني مرحلو تیریدا وروسته په احترام سره د خپل هیواد حکومت ته وسپارل شي . له دې مخکې هم د افغانستان کابو څلویښتو پوځیانو پاکستان ته پناه وړې وه چې بیا په احترام سره افغان حکومت ته سپارل شوي وو .
طالبانو ډلې په تیرو دوو میاشتوکې له افغانستانه د امریکائي او ناټو عسکرو دوتلو له اعلان سره په یووخت،د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپل تاؤتریخجن عملیات زیات کړي او د افغانستان زیاتره ولسوالۍ ئې نیولي دي چې له امله ئې په دغه هیواد کې هر ه ور ځ د لسګونو کسانو جنازې اوچتیږي .