پاکستان ته په لسګونوافغان پوځیانو دژوند د نجات لپاره پناه وړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103498-پاکستان_ته_په_لسګونوافغان_پوځیانو_دژوند_د_نجات_لپاره_پناه_وړې
د پاکستان دپوځ په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، د افغانستان د پوځ افسران او عسکر به د قانوني مرحلو  تیریدا وروسته په احترام سره د خپل هیواد حکومت ته وسپارل شي . له دې مخکې هم  د افغانستان کابو څلویښتو پوځیانو  پاکستان ته پناه وړې وه چې بیا په احترام سره  افغان حکومت ته سپارل شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 10:40 Asia/Kabul
  •  پاکستان ته په لسګونوافغان پوځیانو دژوند د نجات لپاره پناه وړې

د پاکستان دپوځ په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، د افغانستان د پوځ افسران او عسکر به د قانوني مرحلو  تیریدا وروسته په احترام سره د خپل هیواد حکومت ته وسپارل شي . له دې مخکې هم  د افغانستان کابو څلویښتو پوځیانو  پاکستان ته پناه وړې وه چې بیا په احترام سره  افغان حکومت ته سپارل شوي وو .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان پوځ نن  یوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلي دي ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دامنیتی حالاتو  په تیره بیا  د چترال – آرندو سترې لارې کې  له پاکستان سره په ګډې سرحدي سیمې کې  دحالاتو د ترینګلتیا له امله  افغان پوځيانو   له طالبانو ډلې سره په جنګ کې خپلې امنیتی پُستې له لاسه ورکړي او    د افغانستان  د پنځو پوځي افسرانو پشمول دوه پنځوس  افغان پوځیان   د پاکستان خاورې ته تښتیدلي   او پناه ئې وړې ده .

د پاکستان دپوځ په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، د افغانستان د پوځ افسران او عسکر به د قانوني مرحلو  تیریدا وروسته په احترام سره د خپل هیواد حکومت ته وسپارل شي . له دې مخکې هم  د افغانستان کابو څلویښتو پوځیانو  پاکستان ته پناه وړې وه چې بیا په احترام سره  افغان حکومت ته سپارل شوي وو .

  طالبانو ډلې په تیرو دوو میاشتوکې له افغانستانه د امریکائي او ناټو عسکرو  دوتلو له اعلان سره په یووخت،د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپل تاؤتریخجن عملیات زیات کړي او د افغانستان زیاتره ولسوالۍ ئې نیولي دي  چې له امله ئې  په دغه هیواد کې  هر ه ور ځ د لسګونو کسانو جنازې  اوچتیږي .