طالبانو د سپین بولدک سرحدي لاره وتړله
زمونږ خبریال وايي طالبانو پرون له پاکستان سره مهمه سرحدي لاره سپین بولدک وتړله او ویې ویل تر هغه وخته چې پاکستان د افغانستان د خلکو لپاره د ویزو د ورکولو شرایط اسان نه کړي هیڅ چا ته به له دغه لارې د تیریدا اجازه ورنکړل شي .
د افغانستان طالبانو په یوې (۱) بیانیې کښې د ټولو افغانانو لپاره د ویزو د ورکولو د شرایطو د ختمولو غوښتنه وکړه .
په کندهار کښې د طالبانو والي په یوې(۱) بیانیې کښې وویل د سپین بولدک سرحدي لاره به د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د تجارت او ټرانزیټ په شمول د هرډول تګ راتګ لپاره تر هغه وخت پورې بنده وي چې د پاکستان حکومت سرحدي لاره یعني دروازه د هغو افغانانو لپاره چې پاکستان ورته د مهاجرت کارتونه ورکړي وي له سهار څخه تر مازیګر پورې خلاصه پرې نه دي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وویل زمونږ مشرانو هم دغه اقدام تائید کړی او پرون د سپین بولدک سرحدي لاره وتړل شوه .