د افغانستان په شبرغان کښې ۲۰۰ طالبان وژل شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل په جوزجان ولایت کښې د طالبانو په پټنځایونو باندې د امریکا د بي دوه پنځوس (B-52) ډوله الوتکو په بیګا شپې بمباریو کښې دوه سوه (۲۰۰) طالبان وژل شوي دي .
هغه وویل د امریکا په دغو بمباریو کښې د طالبانو سل (۱۰۰) ګاډي او یوشمیر وسلې هم تباه شوي دي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په افغانستان کښې د طالبانو د حملو د بندولو لپاره له بي دوه پنځوس (B-52) ډوله جنګي الوتکو د استفادې حکم ورکړ .
طالبانو تراوسه په جوزجان ولایت کښې د امریکا په حملو کښې د دغه ډلې د غړیو د وژل کیدا په هکله څه نه دي ویلي .
د جوزجان او د نیمروز ولایتونو مرکزونه شبرغان او زرنج ښارونه همدا اوس د طالبانو په لاس کښې دي او طالبان له پرون څخه د قندوز ولایت د مرکز قندوز ښار ځینو سیمو ته ننوتلي دي .