د افغانستان طالبانو د سرپل ښار هم ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103998-د_افغانستان_طالبانو_د_سرپل_ښار_هم_ونیوه
زمونږ خبریال وايي طالبانو نن د سرپل ولایت مرکز سرپل ښار هم ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 09:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د سرپل ښار هم ونیوه

زمونږ خبریال وايي طالبانو نن د سرپل ولایت مرکز سرپل ښار هم ونیوه .

د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني وویل د افغانستان د حکومتي عسکرو او د طالبانو ترمینځ له څلور (۴) ورځې سختو جنګونو وروسته طالبانو نن له څلورو (۴) خواو په سرپل ښار حملې وکړې او دغه ښار یې ونیوه .

رحماني زیاته کړه د افغانستان حکومتي عسکر د سرپل ښار د لویدیځ په دوو (۲) کلومیټرو کښې پراته  او له طالبانو سره سخت جنګ روان دی .

امنیتي سرچینو وویل د سرپل ولایت  ولایتي ودانۍ او د پولیسو  مرکز او د ملي امنیت ادارې ودانۍ هم طالبانو نیولي ده .

د افغانستان امنیتي چارواکو تراوسه د سرپل ښار د نسکوریدا په هکله څه  نه دي ویلي