د افغانستان طالبانو د سرپل ښار هم ونیوه
Aug 08, 2021 09:05 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي طالبانو نن د سرپل ولایت مرکز سرپل ښار هم ونیوه .
د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني وویل د افغانستان د حکومتي عسکرو او د طالبانو ترمینځ له څلور (۴) ورځې سختو جنګونو وروسته طالبانو نن له څلورو (۴) خواو په سرپل ښار حملې وکړې او دغه ښار یې ونیوه .
رحماني زیاته کړه د افغانستان حکومتي عسکر د سرپل ښار د لویدیځ په دوو (۲) کلومیټرو کښې پراته او له طالبانو سره سخت جنګ روان دی .
امنیتي سرچینو وویل د سرپل ولایت ولایتي ودانۍ او د پولیسو مرکز او د ملي امنیت ادارې ودانۍ هم طالبانو نیولي ده .
د افغانستان امنیتي چارواکو تراوسه د سرپل ښار د نسکوریدا په هکله څه نه دي ویلي
ټیګونه