پکتیا ولایت کښې ماین چاودنې ۱۴ وګړي مړه او ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104008-پکتیا_ولایت_کښې_ماین_چاودنې_۱۴_وګړي_مړه_او_ژوبل_کړي
زمونږخبریال وايي د افغانستان د پکتيا امنيه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه دپکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د چينو په کلي کې د ملکي وګړو يو (1)سراچه موټر دسړک غاړې پر ايښودل شوي ماين والوت چې له امله يې دولس (12) ملکي وګړي ووژل شول او دوه(2) کوچنيان ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 11:05 Asia/Kabul
  • پکتیا ولایت کښې ماین چاودنې ۱۴ وګړي مړه او ژوبل کړي

زمونږخبریال وايي د افغانستان د پکتيا امنيه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه دپکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د چينو په کلي کې د ملکي وګړو يو (1)سراچه موټر دسړک غاړې پر ايښودل شوي ماين والوت چې له امله يې دولس (12) ملکي وګړي ووژل شول او دوه(2) کوچنيان ژوبل شول.

د  پکتيا ولايت امنيه قوماندانۍ د  مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شويو کې شپږ (6) کوچنيان درې (3)ميرمنې او درې (3)نارينه شامل دي .

د  امنيه قوماندانۍ د  مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې طالبان ددې ماين ايښودنې مسول ګڼل شوي خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي


دغه راز د ننګرهار چارواکو د ۶۳طالبانو ‌د  مرګ ژوبلې خبر ورکړ

د  ننګرهار د  والي وياند عطاالله خوږیاڼی وايي په تېرو څلرويشتو(24) ساعتونو کې ددې ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند د چهارچنار کنډی او هاشم خيلوسيمو کې دافغان امنیتي ځواکونو د  هوايي او زمکنيو بريدونو په پايله کې ۳۳  وسله وال طالبان وژل شوي او دیرش (30) نور ټپيان شوي دي.

د  والي ویاند وویل په بريدونو کې دهغوی زیاته اندازه وسلې او مهمات او همدارنګه څو مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د  نوموړي پر وینا په بريدونو کې‌د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .