پکتیا ولایت کښې ماین چاودنې ۱۴ وګړي مړه او ژوبل کړي
زمونږخبریال وايي د افغانستان د پکتيا امنيه قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه دپکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د چينو په کلي کې د ملکي وګړو يو (1)سراچه موټر دسړک غاړې پر ايښودل شوي ماين والوت چې له امله يې دولس (12) ملکي وګړي ووژل شول او دوه(2) کوچنيان ژوبل شول.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شويو کې شپږ (6) کوچنيان درې (3)ميرمنې او درې (3)نارينه شامل دي .
د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې طالبان ددې ماين ايښودنې مسول ګڼل شوي خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
دغه راز د ننګرهار چارواکو د ۶۳طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼی وايي په تېرو څلرويشتو(24) ساعتونو کې ددې ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند د چهارچنار کنډی او هاشم خيلوسيمو کې دافغان امنیتي ځواکونو د هوايي او زمکنيو بريدونو په پايله کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او دیرش (30) نور ټپيان شوي دي.
د والي ویاند وویل په بريدونو کې دهغوی زیاته اندازه وسلې او مهمات او همدارنګه څو مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د نوموړي پر وینا په بريدونو کېد ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .