افغانستان کښې یو رسندوي فعال وژل شوی او بل تښتول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104054-افغانستان_کښې_یو_رسندوي_فعال_وژل_شوی_او_بل_تښتول_شوی_دی
وسله والو کسانو په کابل کښې د یو ریډیو سټیشن مدیر ووژه او په هلمند کښې یې یو خبریال تښتولی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2021 00:10 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې یو رسندوي فعال وژل شوی او بل تښتول شوی دی

وسله والو کسانو په کابل کښې د یو ریډیو سټیشن مدیر ووژه او په هلمند کښې یې یو خبریال تښتولی دی

وسله والو کسانو په کابل کښې د یو ریډیو سټیشن مدیر ووژه او په هلمند کښې یې یو خبریال تښتولی دی

نامعلومو وسله والو وړمه ورځ د پکتیا غږ راډیو مدیر طوفان عمري چې په افغانستان کښې د خپلواکو رسنیو د مدافع ډلې NAI غړی هم و، په ډزو وژلی دی.

د دغې ډلې مشر مجیب خلوتګر وویل: مونږ له دې امله په نښه کیږو چې په خپلواکه توګه کار کوو.

دغې ډلې تیره میاشت هم ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کښې لږترلږه ۳۰ خبریالان او د رسنیو فعالان وژل شوي، زخمي شوي او یا تښتول شوي دي.

د کابل حکومتي چارواکو د یادې حملې پړه پر طالب ډلې وراچولې ده.

د هلمند حکومتي چارواکو ه ویلي دي چې طالب وسله والو تیره یکشنبه د نعمت ا... همت په نوم ځايي خبریال د دغه ولایت په مرکز لشکرګاه کښې د هغه له کور څخه تښتولی دی.

خو د طالبانو ویاند رویټرز ته ویلي دي چې په کابل کښې په شوې وژلې او یا په هلمند کښې د خبریال په تښتول کیدو کښې د دوي لاس نشته.