ننګرهار کښې طالبانو او عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته
زمونږ خبریال وايي د ننګرها رد والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي تیره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د شیرزاد په ولسوالۍ کې پر امنیتی پوستو پنځلې په پرله پسې ډول ډله ییز بریدونه ترسره کړه چې د نوموړي پر وینا د امنیتی ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې له ماتې سره مخ شول.
د والي ویاند ویاند وویل د امنیتي ځواکونوپه ځوابي برید کې دیارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نولس تنه نور ژوبل شول .
د ننګرهار د والي ویاند وویل په دې نښته کې دملکی وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکول شوی خو یو امنیتی سرتیری وژل شوی او اته نور ژوبل شویدي .
وسله والو طالبانو په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.
د ننګرهار د والي ویاند دغه رازر وویل د ملي امنیت ادارې کارکوونکو یو ځانمرګی بریدګر موخی ته له رسیدو وړاندې ونیو.
نوموړي وویل خالد چې دننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو له لورې پر امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی و په یاده ولسوالۍ کې موخې ته له رسیدو و ړاندې ونیول شو.
هغه وویل نیول شوي تن پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو پوښتنو ګرویګنو او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه تر توقیف لاندې دی .
طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.