ننګرها رکې نیول شوي نشه یی توکي وسوزول شول
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار د والي مرستیاله میرمن حبیبه کاکړ وایي د ننګرهار پولیس پر دې بریالي شوي چې په تیرو دوو(2) کالونو کې ددې ولایت په بېلابېلو سیموکې دیارلس نیم ټنه ډول ډول نشه یی توکی کشف او تر لاسه کړي .
میرمن کاکړ وویل په دې توکیو کې هیروین، چرس، اپین، مورفین، خاشخاش، هغه کیمیاوي مواد چې د هیروینو په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي او نورو ډول ډول نشه یی توکی شامل دي.
پر همدې مهال د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکیو سره د مبارزې مرمعینیت د دفتر ریس فریدون حیدري وایي پولیسو ددې نشه یی توکیو سره ۲۲۰ تنه ۴۵ میله موټرې او ۱۸ میله وسلې هم نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي .
هغه وویل دا نشه یی توکي یې د محکمې له وروستې حکم وروسته وسوزول.
فریدون حیدري وویل د کورنیو چارو وزارت پولیس د نشه یی توکيو پر وړاندې مبارزه کې جدي دي او پر قاچاقچیانو او هرهغه چا چې دنشه یی توکیو کارو بار کوي رحم نه کوي.
د نشه یی توکیو پر وړاندې بریالۍ مبارزه د افغان حکومت پر و ړاندې هغه ننګونه ده چې تل یې نړیواله ټولنه د حکومت مخې ته ږدي .