د افغانستان لوی درستیز له دندې 'ګوښه' شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104132-د_افغانستان_لوی_درستیز_له_دندې_'ګوښه'_شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان دفاع وزارت کې یوه(1) سرچینه وايي، لوی درستیز ولي محمد احمدزی له دندې ''ګوښه '' شوی او پر ځای یې هبت الله علیزی د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان لوی درستیز له دندې 'ګوښه' شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان دفاع وزارت کې یوه(1) سرچینه وايي، لوی درستیز ولي محمد احمدزی له دندې ''ګوښه '' شوی او پر ځای یې هبت الله علیزی د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.

ښاغلی علیزی له دې مخکې د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان و.

 د سرچینې په وینا د ۲۱۵ قول اردو قوماندان سمیع سادات د ځانګړو ځواکونو لپاره د نوي قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.

ولي محمد احمدزی نژدې دوې(2) میاشتې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی و.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې جګړې زور واخیست او وسله والو طالبانو د افغانستان پر یو شمېر لویو ښارونو بریدونه وکړل، د ښاغلي احمدزي له لوري د جګړې د مدیریت په هکله نیوکې ‌ډېرې شوې.

د جګړې ډګر له تودیدو سره سره ښاغلی احمدزی د جګړې په لیکو کې نه دی لیدل شوی.

وسله والو طالبانو په تېره اونۍ کې د یو شمېر ولایتونو مرکزونه نیولي دي او د رپوټونو له مخې په نژدې ۲۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

له دې مخکې په مزار شریف کې د ۲۰۹ قول اردو کې قوماندان له دندې ګوښه شو.

له دې مخکې د ولسمشر غني او ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر منځ له اوږدو بحثونو وروسته د ښاغلي عبدالله په وړاندیز پخوانی جهادي قومندان بسم الله محمدي د دفاع وزیر په توګه وګومارل شو.

د افغانستان دفاع وزارت کې له تېرو ۷ کلونو راهیسې د مشرتابه په کچه یوشمېر پرلپسې بدلونونه رامنځته شوي، چې د ځینو په اند دا چاره ښايي پر خپل ځای د جګړې په مدیریت کې د کمزورتیا یو(1) لامل ګرځېدلی وي.