د ایران ډیپلوماټان په هرات کښې موجود دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104206-د_ایران_ډیپلوماټان_په_هرات_کښې_موجود_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول او د وزیر مرستیال سید رسول موسوي د افغانستان په هرات ولایت کښې د ایران له سرکنسولګرۍ سره د پرله پسې ارتباط خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ د شهر اداره کونکي ځواکونه د سرکنسولګرۍ او د هغې د ډيپلوماټانو او کارکونکو د امنیت ژمنه کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران ډیپلوماټان په هرات کښې موجود دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول او د وزیر مرستیال سید رسول موسوي د افغانستان په هرات ولایت کښې د ایران له سرکنسولګرۍ سره د پرله پسې ارتباط خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ د شهر اداره کونکي ځواکونه د سرکنسولګرۍ او د هغې د ډيپلوماټانو او کارکونکو د امنیت ژمنه کړي ده .

رسول موسوي په ټویټر پاڼه کښې دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د هرات اداره د طالبانو لاس ته ورغلي ده وویل د ایران سرکنسول ، ډيپلوماټان او کارکونکي د ایران د اسلامي جموریت د کنسولګرۍ دننه دي او مونږ په پرله پسې ډول له هغوې سره په  تماس کښې یوو .

د افغانستان هرات ښار پرون مازیګر د طالبانو لاس ته ورغی .