د افغانستان ولسمشر د څنګ ته کیدا لپاره شرط وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104218-د_افغانستان_ولسمشر_د_څنګ_ته_کیدا_لپاره_شرط_وټاکه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له واک څخه د څنګ ته کیدل د خلکو له غوښتنې سره مشروطه وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 08:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د څنګ ته کیدا لپاره شرط وټاکه

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له واک څخه د څنګ ته کیدل د خلکو له غوښتنې سره مشروطه وبلل .

اشرف غني په کابل کښې د ځوانانو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کښې وویل یوازې د افغانستان خلک زما د ځای ناستي په هکله فیصله کولای شي نه دا چې ګاونډي هیواد پاکستان .

په دې زمینه کښې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي و طالبان له واک څخه د اشرف غني د څنګ ته کیدا غوښتنه کوي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې مخکې ویلي وو د انتخاباتو له لارې د واک انتقالیدل زما د حکومت لپاره یو(۱) د نه معاملې وړ اصل دی .