د امریکا پخواني ولسمشر د عسکرو په څرنګوالي نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104226-د_امریکا_پخواني_ولسمشر_د_عسکرو_په_څرنګوالي_نیوکه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو څرنګوالی د نه منلو وړ وباله او ادعا یې وکړه ما کولای شو چې دغه وتل په ډیر ښه ډول ترسره کړم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 09:53 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر د عسکرو په څرنګوالي نیوکه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو څرنګوالی د نه منلو وړ وباله او ادعا یې وکړه ما کولای شو چې دغه وتل په ډیر ښه ډول ترسره کړم .

ټرمپ وویل ما په شخصي ډول د طالبانو له لوړرتبه مشرانو سره خبرې کړي دي او هغوې پوهیدلي وو هغه څه چې نن د ترسره کیدا په حال کښې د منلو وړ نه دي .

د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ وویل ما له افغانستانه متفاوت او له بریالیتوب ډک وتل ترسره کړل او طالبان له نورو ښه ترې خبر دي او هغه څه چې نن د ترسره کیدا په حال کښې دي د منلو وړ نه دي او ما دغه کار په ډیر ښه ډول ترسره کاوه.

د امریکا خارجه او دفاع وزیرانو انتوني بلینکن او لویډ اسټین د افغانستان له ولسمشر سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د کابل اوسني امنیتي حالت ته په پام سره په افغانستان کښې د خپلو عسکرو شمیر نور هم کموو .

د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن هم پرون وویل مونږ په افغانستان کښې د دې لپاره نه یوو  چې د دغه هیواد ملت جوړ کړو  بلکې مونږ د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره په افغانستان کښې یوو .