د روسیې ، ترکمنستان او ازبکستان استازیو له طالبانو سره خبرې وکړې
فارس خبري اژانس وايي په قطر کښې د روسیې د ازبکستان او د ترکمنستان استازیو د طالبانو له استازي سره کتنې وکړې او د افغانستان د وروستي حالت په هکله یې خبرې وکړې .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر له استازي عصمت الله ایرګاشف او د ترکمنستان د خارجه وزیر له مرستیال وفا خواجه یوف سره په قطر کښې د طالبانو ډلې د یوه مشر ملا عبدالغني برادر سره په کتنې کښې د افغانستان د حالت په هکله غور وشو .
د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم وویل ملا عبدالغني برادر دغه راز د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر له استازي ضمیر کابلوف سره خبرې وکړې .
ضمیر کابلوف دغه راز د قندهار ولایت نسکوریدل د افغانستان د عسکرو چې ناټو او امریکا روزلي دي کمزورتیا وبلله .
هغه نن وویل طالبانو لاس ته د قندهار ولایت ورتلل د افغانستان د ځواکونو په زړور مقاومت سره د جنګ نتیجه نه وه او د افغانستان عسکر چې امریکایانو او ناټو روزلي وو وتښتیدل .