طالبان: حکومتي کارکونکي دې خپلو دفترونو ته راستانه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104378-طالبان_حکومتي_کارکونکي_دې_خپلو_دفترونو_ته_راستانه_شي
طالب ډلې د افغانستان له حکومتي کارکونکو وغوښتل چې د خپل کار ځایونو ته ورستانه شي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 17, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • طالبان: حکومتي کارکونکي دې خپلو دفترونو ته راستانه شي

طالب ډلې د افغانستان له حکومتي کارکونکو وغوښتل چې د خپل کار ځایونو ته ورستانه شي

د افغانستان شفقنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر عبدالسلام حنفي پرون وویل: د سفارتي کدرونو، پوځي اډو او مدني ادارو کارکونکي بې له هیڅ ډول اندیښنې خپل کارونه جاري ساتلې شي.

هغه زیاته کړه: د هیڅ­چا په حقوقو به تیری ونه شي او ښځې هم کولې شي چې د حجاب او پردې په خیال ساتلو سره خپل کار جاري وساتي.

د طالبانو دغه جګ پوړي غړي څرګنده کړه: طالبان د یو ائتلافي حکومت د جوړولو په لړ کښې د یو مرکز د برابرولو کوشش کوي او مونږ ټول به په کښې ګډون وکړو.

عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې د افغانستان خدمت به وکړي که په مدني برخه کښې وي او که په نظامي برخه کښې هیڅ کس به خپل امتیازات له لاسه ور نه کړي.

په عین حال کښې د طالبانو ویاندوي ذبیح ا... مجاهد پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: هیڅ څوک د افغانستان د تیرو حکومتي چارواکو د ګواښلو او ځورولو اجازه نه لري.