کابل کښې د طالبانو د ویاند خبري غونډه
د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په خبري غونډه کښې د بهرنیو نیواکګرو خلاف د مقاومت دوام د بریا لامل وباله
د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا ماښام کابل کښې په خپلې وړومبنۍ خبري غونډې کښې وویل: افغانستان د کلونو له مقاومت وروسته وتوانیده چې نیواکګر له دغه هیواده وشړي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان په افغانستان کښې یو هراړخیز اسلامي نظام جوړول غواړي او له نورو هیوادونو سره د اړیکو دوام ته وړومبیتوب ورکوي.
ذبیح الله مجاهد د افغانستان ولس ته د دې بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان ټول خلک په دې کامیابۍ کښې شریک دي چې د نیواکګرو له شتونه د هیواد په آزادولو سره يې ترلاسه کړه.
طالب ویاند آزادي او خپلواکي د افغانستان د خلکو روا حق وباله او ټینګار یې وکړ چې طالبان له هیڅچا سره هیڅ کینه نه لري او هیڅ کورنې یا بهرنې دښمن هم نه غواړي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې طالب ډله په افغانستان کښې له هیڅ چا سره د حساب پاکولو په لټه کښې نه ده، وویل: له هغو ټولو کسانو سره د دښمنۍ د ختمولو اعلان کوو چې د طالبانو په مقابل کښې اودریدلي وو.
د طالبانو ویاند وویل: هغه ټول کسان مو معاف کړي دي چې له مونږ سره یې مقابله کوله او مونږ د جنګ دوام نه غواړو بلکې د جنګ د وجوهاتو د ختمولو کوشش کوو.
ذبیح الله مجاهد هم داشان د افغانستان په پلازمینې کابل او اطرافو کښې او د سفارتي نمایندګیو او سفارتخانو د امنیت په تامینولو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د نړیوالې ټولنې هیڅ کس ته به تاوان ونه رسیږي.
طالب ویاند د خپلې وینا په بله برخه کښې وویل چې طالبان د اسلامي شریعت په چوکاټ کښې د ښځو په حقوقو ژمن دي ځکه باوري دي چې ښځې د افغانستان په آبادونې کښې رغنده رول لري.
مجاهد هم داشان وویل: طالبان په افغانستان کښې هیڅ کومې رسنۍ ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد د ارزښتونو یا د اسلامي تعلیماتو خلاف ورزي وکړي خو په عین حال کښې رسنۍ باید بې پلوه وي او خصوصي یا پرائیویټ رسنۍ په آزاده او خپلواکه توګه خپل کار جاري ساتلې شي.
د طالبانو ویاند هم داشان عمومي عفوې او بخښنې ته په اشارې سره د افغنستان په جوړولو او آبادولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې هیواد خلک به په راتلونکي کښې په خپل ژوند کښې یو مثبت بدلون وویني.
هغه وویل: طالبان نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کښې به هیڅ ډول نشه ایزه ماده تولید نه شي.
مجاهد زیاته کړه چې طالبان به د افغانستان د کار ادارې او اساسنامه برابره کړي او وروسته به بیا د هیواد د بیرغ د ماهیت په هکله پریکړه وکړي.
ذبیح الله مجاهد په عین حال کښې ټینګار وکړ: هیڅ کس یا لوري ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره په نورو باندې د حملې لپاره وکاروي.