د افغانستان د مرکزي بانک مشر هم وتښتیده
د افغانستان د مرکزي بانک مشر له کابله په تیښتې سره، د خپل هیواد ولسمشر او د هغه بې تجربې صلاحکار د طالبانو په لاس د حکومت په چټک سقوط کښې ګرم وبلل.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر له کابله په تیښتې سره، د خپل هیواد ولسمشر او د هغه بې تجربې صلاحکار د طالبانو په لاس د حکومت په چټک سقوط کښې ګرم وبلل.
اجمل احمدي د څو ټویټونو په خپرولو سره د کابل تر دروازو د طالبانو تر رسیدو پورې د افغانستان په مرکزي بانک کښې د خپلې کارنامې او په یوې پوځي الوتکې کښې یې د خپلې تیښتې وضاحت وکړ.
احمدي وویل: د افغانستان د مشرانو له خوا د هیڅ پروګرام له نشتوالي سخت حیران شوم، هغوي مې په هوايي ډګر کښې ولیدل چې د نورو له خبرولو پرته له هیواده په وتلو وو.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر هم داشان د طالبانو په وړاندې د حکومتي ځواکونو چټکه ماتې مشکوکه بللې ده.
رپورټونه وايي چې له هیواده بهر د افغانستان د مرکزي بانګ شتمنۍ به طالبانو ته ور نه کړې شي.