په کابل کښې د طالبانود ویاند خبري غونډه
د طالبانو د ویندوی خبری غونډه چی یو ډول د افغانستان د راتلونکی لپاره د دغې ډلې مانیفیسټ بلل کیږی ، د دغې ډلې له لومړنی لنډ حکومت څخه د طالبانو په کړچارونو کې د پام وړ بدلونونوښودنه کوی .
د طالب ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په خبري غونډه کښې د بهرنیو نیواکګرو خلاف د مقاومت دوام د بریا لامل وباله .د طالبانو ډلې ویاند ذبیح ا... مجاهد بیګا ماښام کابل کښې په خپلې وړومبنۍ خبري غونډې کښې وویل: افغانستان د کلونو له مقاومت وروسته وتوانیده چې نیواکګر له دغه هیواده وشړي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان په افغانستان کښې یو هراړخیز اسلامي نظام جوړول غواړي او له نورو هیوادونو سره د اړیکو دوام ته لومړیتوب ورکوي. ذبیح ا...مجاهد د افغانستان ولس ته د دې بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان ټول خلک په دې کامیابۍ کښې شریک دي چې د نیواکګرو له شتونه د هیواد په آزادولو سره يې ترلاسه کړه.
طالب ویاند آزادي او خپلواکي د افغانستان د خلکو روا حق وباله او ټینګار یې وکړ چې طالبان له هیڅچا سره هیڅ کینه نه لري او هیڅ کورنې یا بهرنې دښمن هم نه غواړي.
د طالبانو د ویندوی خبری غونډه چی یو ډول د افغانستان د راتلونکی لپاره د دغې ډلې مانیفیسټ بلل کیږی ، د دغې ډلې له لومړنی لنډ حکومت څخه د طالبانو په کړچارونو کې د پام وړ بدلونونوښودنه کوی .
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې طالب ډله په افغانستان کښې له هیڅ چا سره د حساب پاکولو په لټه کښې نه ده، وویل: له هغو ټولو کسانو سره د دښمنۍ د ختمولو اعلان کوو چې د طالبانو په مقابل کښې اودریدلي وو.
د طالبانو ویاند وویل: هغه ټول کسان مو معاف کړي دي چې له مونږ سره یې مقابله کوله او مونږ د جنګ دوام نه غواړو بلکې د جنګ د وجوهاتو د ختمولو کوشش کوو.
ذبیح ا...مجاهد هم داشان د افغانستان په پلازمینې کابل او اطرافو کښې او د سفارتي دفترونو او سفارتخانو د امنیت په تامینولو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د نړیوالې ټولنې هیڅ کس ته به تاوان ونه رسیږي. طالب ویاند د خپلې وینا په بله برخه کښې وویل چې طالبان د اسلامي شریعت په چوکاټ کښې د ښځو په حقوقو ژمن دي ځکه باوري دي چې ښځې د افغانستان په آبادونې کښې رغنده رول لري.
مجاهد هم داشان وویل طالبان په افغانستان کښې هیڅ کومې رسنۍ ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد د ارزښتونو یا د اسلامي تعلیماتو خلاف ورزي وکړي خو په عین حال کښې رسنۍ باید بې پلوه وي او خصوصي یا پرائیویټ رسنۍ په آزاده او خپلواکه توګه خپل کار جاري ساتلې شي
ذبیح ا... مجاهد په عین حال کښې ټینګار وکړ: هیڅ کس یا لوري ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره په نورو باندې د حملې لپاره وکاروي.
هغه بله برخه چی د مجاهدپه خبرو کي مهمه وبلل شوه ، په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د تولید په بندولو د هغه ټینګار دې چی د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو لپاره به هیله منونکې وی ځکه چی په نړۍ کې د نشه ایزو موادو ځینې ډولونو زیاتره برخه په افغانستان کې تولیدیږی .
که د طالبانو هغه ژمنې چی د مجاهد په خبرو کې ورته اشاره شوی ده ، پوره شی نو ویلې شو چی دغه ډله ډیره بدله شوی ده .