طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یوه خبریاله له دندي لیري کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104514-طالبانو_د_ملي_راډیو_ټلوېزیون_یوه_خبریاله_له_دندي_لیري_کړې_ده
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون ویانده شبنم دوران ویلي چې طالبانو له ملي راډیو ټلوېزیون څخه راګرځولې او د کار کولو اجازه یې نه ده ورکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2021 02:45 Asia/Kabul
  • طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یوه خبریاله له دندي لیري کړې ده

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون ویانده شبنم دوران ویلي چې طالبانو له ملي راډیو ټلوېزیون څخه راګرځولې او د کار کولو اجازه یې نه ده ورکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې دې پېښې ته غبرګونونه ښودل شوي دي او له طالبانو یې غوښتل شوي چې د ښځو پر وړاندې په خپلو ژمنو کلک ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې ورځ په کابل کې خبري کانفرنس ته وویل، رسنۍ او ښځې د اسلامي اصولو مطابق کولای شي کار ته دوام ورکړي.