د افغانستان پوځ ته د جنګ کولو حکم ورنکړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104538-د_افغانستان_پوځ_ته_د_جنګ_کولو_حکم_ورنکړل_شو
د افغانستان د پوځ پخواني مشر متقاعد جنرال محمد کریمي دغه خبره ایشوا کړي ده چې پوځ ته له طالبانو سره د جنګ کولو حکم ورنکړی شو او زیاته یې کړه فساد او سیاسي لاسوهنې د افغانستان پوځ تباه کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان پوځ ته د جنګ کولو حکم ورنکړل شو

د افغانستان د پوځ پخواني مشر متقاعد جنرال محمد کریمي دغه خبره ایشوا کړي ده چې پوځ ته له طالبانو سره د جنګ کولو حکم ورنکړی شو او زیاته یې کړه فساد او سیاسي لاسوهنې د افغانستان پوځ تباه کړی دی .

هغه د ترکیې له خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل خبره دا نه ده چې د افغانستان  پوځ له طالبانو سره جنګ کول نه غوښتل بلکې پوځيانو ته له دغه ډلې سره د جنګ کولو حکم نه و ورکړل شوی .

محمد کریمي وویل د افغانستان سیاستوالان په ټولو پوځي معاملو کښې لاس لري او په پوځ کښې د کسانو ګومارل هم د سیاستوالانو په مرضې سره ترسره کیدل .