طالبانو د خلکو د کورونو تلاشۍ اخیستل پیل کړي دي
یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ طالبان د خپلو مخالفانو د نیولو لپاره په جدي ډول د کورونو د تلاشۍ اخیستل تعقیبوي .
د ملګروملتونو د پټ راپور پراساس چې یوه (۱) نسخه یې فرانسې خبري اژانس ترلاسه کړي ده طالبانو د تور فهرست له جوړولو وروسته د مخالفانو تعقیبولو ته مخه کړي ده .
د طالبانو غړیو د دغه غوښتنې د تحقق لپاره د نظر وړ کسانو د خپلوانو د نیولو ګواښ کړی دی .
د ملګروملتونو په دغه پټ راپور کښې ویل شوي دي د هغو کسانو چې له امریکا او ناټو سره یې ملګرتیا کړي ده نیول د طالبانو ترټولو اصلي هدف بیان شوی دی .
طالبانو د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه کابل ته له ننوتلو وروسته واک په لاس کښې واخیست او عمومي بښنه یې اعلان کړه او په ځلونو یې ویلي دي چې عمومي ازادیانې ، د ښځو حقوق، د ښاریزو او د ګاونډیو هیوادونو امنیت تضمینوي .