طالبانو د خلکو د کورونو تلاشۍ اخیستل پیل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104558-طالبانو_د_خلکو_د_کورونو_تلاشۍ_اخیستل_پیل_کړي_دي
یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ طالبان د خپلو مخالفانو د نیولو لپاره په جدي ډول د کورونو د تلاشۍ اخیستل تعقیبوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2021 00:55 Asia/Kabul
  • طالبانو د خلکو د کورونو تلاشۍ اخیستل پیل کړي دي

یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ طالبان د خپلو مخالفانو د نیولو لپاره په جدي ډول د کورونو د تلاشۍ اخیستل تعقیبوي .

د ملګروملتونو د پټ راپور پراساس چې یوه (۱) نسخه یې فرانسې خبري اژانس ترلاسه کړي ده طالبانو د تور فهرست له جوړولو وروسته د مخالفانو تعقیبولو ته مخه کړي ده .

د طالبانو غړیو د دغه غوښتنې د تحقق لپاره د نظر وړ  کسانو د خپلوانو د نیولو ګواښ کړی دی .

د ملګروملتونو په دغه پټ راپور کښې ویل شوي دي د هغو کسانو چې له امریکا او ناټو سره یې ملګرتیا کړي ده نیول د طالبانو ترټولو اصلي هدف بیان شوی دی .

طالبانو د اګست د میاشتې په  پینځلسمه (۱۵) نیټه کابل ته له ننوتلو وروسته واک په لاس کښې واخیست او عمومي بښنه یې اعلان کړه او په ځلونو یې ویلي دي چې عمومي ازادیانې ، د ښځو حقوق، د ښاریزو او د ګاونډیو هیوادونو امنیت تضمینوي .