طالبانو د امریکا په اقدام سخته نیوکه وکړه
Aug 21, 2021 01:02 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند د امریکا لخوا د شتمنیو کنګلول ناعادلانه وبلل .
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګلولو او د مالي ملاتړ د نه کولو په هکله د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف(IMF) اقدام ته په غبرګون کښې وویل دغه حرکت بې عدالتۍ ده ځکه چې مونږ د افغانستان د بیا رغونې لپاره پیسو ته ضرورت لرو .
سهیل شاهین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې احترام وکړي .
د پیسو نړیوال صندوق او امریکا په تیرې چهارشنبې ورځ وویل طالبان مالي ملاتړ ته د لاسرسي اجازه نلري او د امریکا خزانې وزارت چې د افغانستان د حکومت زیاتې پیسې په لاس کښې لري وویل دغه شتمنۍ یې کنګل کړي دي .
ټیګونه