عطا محمد نور طالبانو ته خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104598-عطا_محمد_نور_طالبانو_ته_خبردارې_ورکړ
عطا محمد نور زیاته کړه: که طالبان غواړي چې تیره ترخه تجربه تکرار کړي او وژلو ته مخه کړي نو جنګ شروع کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 00:11 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

عطا محمد نور زیاته کړه: که طالبان غواړي چې تیره ترخه تجربه تکرار کړي او وژلو ته مخه کړي نو جنګ شروع کیږي.

د افغانستان د جمعیتِ اسلامي مشر په یو ویډیو پيغام کښې طالب ډلې ته خبردارې ورکړی چې د ټول شموله حکومت د نه جوړولو په بڼه کښې به په دې هیواد کښې جنګ دوام وکړي.

د آوا خبري آژانس په لیکنه، عطا محمد نور وویل چې په افغانستان کښې د هراړخیز او ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره باید ټولو قومیتونه په هغه کښې ونډه ولري او که داسې ونه شي نو د افغانستان خلک به غلي کښې نه ني.

هغه زیاته کړه: ټول شموله حکومت د افغانستان د خلکو په ګټه دی او طالبان باید په نوي حکومت کښې ټول قامونه په نظر کښې ونیسي او مونږ غواړو چې په راتلونکي حکومت کښې ونډه ولرو، دا زمونږ حق دی، خاوره زمونږ ده، هیواد زمونږ دی او ټول په کښې د ګډون حق لرو.

عطا محمد نور زیاته کړه: که طالبان غواړي چې تیره ترخه تجربه تکرار کړي او وژلو ته مخه کړي نو جنګ شروع کیږي.