امریکا دي د افغانانو بې عزتي ته دوام نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104628-امریکا_دي_د_افغانانو_بې_عزتي_ته_دوام_نه_ورکوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کابل هوایي ډګر کې د افغانانو روانه بې عزتي د زغم وړ نه ده او امریکا دې په بېړنۍ توګه خپله ناکام ماموریت ته له سره کتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 09:02 Asia/Kabul
  • امریکا دي د افغانانو بې عزتي ته دوام نه ورکوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کابل هوایي ډګر کې د افغانانو روانه بې عزتي د زغم وړ نه ده او امریکا دې په بېړنۍ توګه خپله ناکام ماموریت ته له سره کتنه وکړي.

د طالبانو ویاند له رویټرز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي که د افغانانو بې عزتي او روانه ګډوډي نوره هم دوام وکړي طالبان مجبور دي چې خپله لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په هوایي ډګر کې زرګونه خلک راټول شوي او له امریکا غواړي چې له افغانستان څخه یې وباسي.

امریکا، ناټو، کاناډا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو هغو افغانانو ته د پناه ورکولو زمینه برابره کړې ده چې له بهرنیانو سره یې کار کړی وي او یا یې په افغانستان کې له جدي ګواښ سره مخ وي.

له دې سره سره چې خلکو ته سپارښتنه شوې چې له پاسپورټ او ویزې پرته دې هوایی میدان ته مراجعه نه‌کوي، خو لاهم خلګ بهر ته د تلو په تمه کې هوایي میدان ته مراجعه کوي او د خلګو شمېر ورځ تر بلي په زیاتېدو دي.

د راپورونو له مخي تر اوسه پورې تر لسو زرو زیات کسان د حامد کرزي له هوايي ډګره انتقال شوي دي.

دا په داسي حال کې دی چي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: ټولې هغه کورنۍ چې په هوايي ډګر کې دي، زموږ پيغام ورته دا دی چې بېرته راشي، ځکه هېچا ته خطر متوجه نه‌دی او دوی ترڅنګ د ټولو هغو کارکوونکو ژوند هم خوندي دی چې له نړيوالو سره یې کار کړی و.

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې تر اوسه پورې د کابل په هوايي ډ‌ګر کې د امریکایانو د ډزو او له طیارې څخه د لوېدو له کبله تر شلو تنو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر کسان بیخي لا درکه شوي دي.