د افغانستان طالبانو ګڼ شمیر بندیان خوشي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104646-د_افغانستان_طالبانو_ګڼ_شمیر_بندیان_خوشي_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه (۱) ویاند قاري یوسف احمدي وویل د دغه ډلې د مشر هیبت الله اخوند زاده په حکم یې په هلمند ولایت کښې دوه سوه پنځوس (۲۵۰) بندیان خوشي کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2021 23:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو ګڼ شمیر بندیان خوشي کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه (۱) ویاند قاري یوسف احمدي وویل د دغه ډلې د مشر هیبت الله اخوند زاده په حکم یې په هلمند ولایت کښې دوه سوه پنځوس (۲۵۰) بندیان خوشي کړي دي .

هغه وویل د لشکرګاه له زندان څخه خوشي شوي کسان خپلو کورونو ته استول شوي دي .

د افغانستان رسنیو په تیرې شنبې  ورځې هم راپور ورکړی و  چې طالبانو په فراه ولایت کښې درې سوه څلویښت (۳۴۰) سیاسي بندیان او دغه راز په ارزګان کښې څلویښت (۴۰)نور بندیان خوشي کړي وو .

د دغو کسانو خوشي کیدل په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د طالبانو مشر هیبت الله اخوند زاده تیره اونۍ ویلي وو چې دې به زر په ټول افغانستان کښې د ګردو سیاسي بندیانو د خوشي کولو حکم ورکړي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وویل د طالبانو د کلتوري کمیسیون د استازي ، د رسنیو د ملاتړ د ادارې د مشر او د کابل د پولیسو د یوه (۱) افسر په ګډون سره درې(۳) اړخیزه کمیټه جوړوي .

دغه کمیټه په داسې حال کښې جوړیږي چې د خبریالانو د نړیوال فیډریشن د مشر مرستیال «جیرمي ډیر » په تیرې جمعې ورځې ویلي وو په افغانستان کښې  واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په هیواد کښې د رسنیو کارکونکي په ډیرو سختو شرایطو کښې ژوند کوي .