۱۳ زره کسان د کابل په هوايي ډګر کښې لالهانده دي
سي، این، این چینل دکابل په نړیوال هوايي ډګر کښې تقریباً د ۱۳ زرو کسانو د سربدالۍ او لالهاندۍ خبر ورکړی دی
سي، این، این چینل دکابل په نړیوال هوايي ډګر کښې تقریباً د ۱۳ زرو کسانو د سربدالۍ او لالهاندۍ خبر ورکړی دی
سي، این، این پرون وویل چې کابو دیارلس زره کسان لاهم د افغانستان د پلازمینې کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې موجود دي او له هیواده د وتلو په تمه دي.
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو سره هممهاله له هیواد څخه د وتلو په موخه د کابل په هوايي ډګر کښې د خلکو پراخ شتون د ډیرو ستونزو او زړه دردونکو پيښو لامل شوی دی چې ترټولو زیات د خفګان خبره په کښې د امریکې له پوځي الوتکو څخه د څو افغانانو د لویدو او وژل کیدو خبرونه او ویډیوګانې دي. ورته مهال یو بل انځور خپور شو چې په کښې امریکايي سپی د الوتکې په سیټ ناست ښکاري.
خو په دې منځومان کښې امریکا او ناټو د افغانستان د خلکو لالهاندۍ ته په بې پامۍ سره، له کابله د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو په ایستلو لګیا دي.