له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل روان دي
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د ورغلو تازه امریکایي عسکرو لومړنۍ ډله له هېواده وتلې ده.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د ورغلو تازه امریکایي عسکرو لومړنۍ ډله له هېواده وتلې ده.
دا عسکر چې په افغانستان کښې له مخکښې نه د موجودوځواکونو د ایستلو بهیر د امنیت د تامینولو په موخه افغانستان ته تلي وو، نن یې لومړنۍ ډله د کابل له هوایي ډګر څخه ووتله.
د امریکايي ځواکونو دا ډله داسې مهال له افغانستان نه ووته، چې بل لورته د دغه هیواد ولسمشر جوبایډن هم د اګسټ تر وروستۍ نېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو ټينګار وکړ.
ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته به خپل ځواکونه په افغانستان کې پرې نږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جي ٧ يا د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشران ونه توانېدل چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن قانع کړي چې د اګسټ مياشتې وروسته په کابل هوايي ډګر کې د تخليې موده وغځوي.
خو د دغو هېوادونو مشران په دې سلا شول چې په ګډه به په مشروط ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
د جي ٧ هېوادونو مشران شک لري چې د اګسټ تر ٣١مې به له افغانستانه د دوى اتباع او د هغوى افغان همکاران ونه شي ايستلاى.
امريکايي چارواکي وايي، تر اوسه يې له ٧٠ زرو ډېر بهرني اتباع او خپل افغان همکاران په خوندي توګه له افغانستانه ايستلي دي.