طالبانو بهر ته د ډالرو او لرغونو آثارو په انتقال بنديز ولګوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104760-طالبانو_بهر_ته_د_ډالرو_او_لرغونو_آثارو_په_انتقال_بنديز_ولګوه
طالبانو په جدي توګه د افغانستان د ځمکې او هوا له لارې د ډالرو او لرغونو اثارو لېږد منع اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 10:58 Asia/Kabul
  • طالبانو بهر ته د ډالرو او لرغونو آثارو په انتقال بنديز ولګوه

طالبانو په جدي توګه د افغانستان د ځمکې او هوا له لارې د ډالرو او لرغونو اثارو لېږد منع اعلان کړ.

طالبانو په جدي توګه د افغانستان د ځمکې او هوا له لارې د ډالرو او لرغونو اثارو لېږد منع اعلان کړ.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي، که له هر چا سره یاد توکي ونیول شول، سمدستي به ضبطېږي او له لېږدونکو کسانو سره به قانوني چلند وشي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نږدې لس ورځې تېرېږي او له دې هېواده بهر ته ډالرو او نورو اسعارو د لېږد په اړه تراوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د چارو ځينې پوهان وايي، چې د طالبانو اشاره له افغانستانه وتونکو خلکو ته ده.

د اقتصادي چارو پوه سيف الله وايي، دا چې اوسمهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې حالت بېړني دى، منظمه تلاشي نه شته نو طالبان شک کوي، چې ځینې خلک له ځان سره بهر ته ډیرې پیسې وړي.

ياده دې وي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې امريکايي او د هغوى نورو متحدانو د کابل له هوايي ډګره له 25 زره زيات افغانان او د بهرنیانو په ګډون ټولټال تر 70 زرو ډېر کسان ايستلي دي.

په همدې حال کې امريکايي چارواکو ويلي، چې د اګسټ تر وروستۍ به د تخليې چاره بشپړه شي او له هغې وروسته به دغه موده ونه غځوي او طالبانو هم په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلى دى.