د کابل د ترهګروحملو د مړیو شمیر۱۰۳ ته زیات شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104812-د_کابل_د_ترهګروحملو_د_مړیو_شمیر۱۰۳_ته_زیات_شو
دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې امریکايي او برطانوي پوځیانو یې په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې هوايي ډګر ته دې نه ورځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2021 09:45 Asia/Kabul
  • د کابل د ترهګروحملو د مړیو شمیر۱۰۳ ته زیات شو

دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې امریکايي او برطانوي پوځیانو یې په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې هوايي ډګر ته دې نه ورځي.

په دې پيښه کښې ۱۳ تنه امریکايي عسکر هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر مخې ته پرون مازیګر په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کښې لږترلږه دوه نیم سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په کابل کښې واکمنو طالبانو او معتبرو خبري رسنیو ویلي چې تیر ماښام نزدې شپږ بجې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ختیځې دروازې ته چې امنیت یې د امریکايي او برطانوي ځواکونو له خوا ټینګ شوی دی، د خلکو په ګڼه ګوڼه کښې دوه ځانمرګي بریدونه وشوه چې۱۰۳ کسان په کښې وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې امریکايي او برطانوي پوځیانو یې په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې هوايي ډګر ته دې نه ورځي.

د پيښې زیاتره قربانیان هغه کسان دي چې بهرنیو هیوادونو ته د تګ لپاره هلته موجود وو.

په کابل کښې بیګا ډیره خونړۍ شپه وه او په روغتونونو کښې د درملو، کټونو او وینې سخت کمښت و. هر لوري ته مړي او ټپیان لیدل کیدل.

په دې پيښه کښې ۱۳ تنه امریکايي عسکر هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د یادو عسکرو د مرګ ژوبلې په وجه په خپل هیواد کښې درې ورځنې ویر اعلان کړ. بایډن دا هم ویلي چې په کابل کښې د رامینځته شویو پيښو مسئولیت په غاړه اخلي.

زمونږ خبریال زیاتوي چې دا وخت په افغانستان کښې په رسنیز ډګر کښې د معلوماتو یوه خلا موجوده ده او هیڅ مسئول چارواکی نه موندل کیږي چې رسنیو ته کره او پر وخت معلومات ورکړي.

دا ترهګره پيښه په افغانستان کښې دننه او هم په نړیواله سویه په کلکو ټکو غندل شوې او لاهم غندل کیږي. داعش ترهه ګرې ډلې د حملوپرغاړه اخیستې ده .