طالبان:د کابل د چاودنومسولیت د پردیو ځواکونو پرغاړه دې
محمد نعیم وردک نن له الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل سره په خبرو کې وویل د هوایی ډګر امنیت دپردیو ځواکونو په لاس کې دی چی هغو دوې تیروتنې کړي دي ، لومړی دا چی خلک یې هلته په زیات شمیر کې راغونډ کړی وو دوهمه دا چی د داسې پیښو د مخنیوی لپاره د پلټنو امکانات نه وو
په قطر کې د طالبانو دس یاسی دفتر ویندوی محمد نعیم وردک نن له الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل سره په خبرو کې وویل د هوایی ډګر امنیت دپردیو ځواکونو په لاس کې دی چی هغو دوې تیروتنې کړي دي ، لومړی دا چی خلک یې هلته په زیات شمیر کې راغونډ کړی وو دوهمه دا چی د داسې پیښو د مخنیوی لپاره د پلټنو امکانات نه وو . ده زیاته کړه په کابل هوایی ډګر کې د زرګونو کسانو غونډه د داسې حملو د ترسره کیدا لپاره مناسبه زمینه وه .
به بلي خوا د طالبانو یوه بل ویاند د پلازمینې کابل هوايي ډګر ته څیرمه شوې ترهګرې چاودنې غندلې دي
د ایران پریس له راپور سره سم ذبیح ا... مجاهد د کابل د هوايي ډګر په خوا کښې د تیر مازیګر د ترهګرو چاودنو په غبرګون کښې وویل: طالب ډلې د کابل په هوايي ډګر باندې د داعشي ترهګرو د احتمالي حملو په هکله امریکایانو ته یولړ معلومات او هم داشان خبرداری ورکړی و.
طالب ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې د کابل د هوايي ډګر امنیت د امریکایانو په غاړه و، زیاته کړه: طالبان د افغانستان د خلکو امنیت او ساتنې ته ډیره پاملرنه کوي او د ترهګرو بریدونو د مخنیوي کوشش کوي.
مجاهد څرګنده کړه: طالبان د نړیوالې ټولنې په وړاندې ژمن دي او نه پرې ږدي چې ترهګر له افغانستانه د خپلو عملیاتو د اجرا لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
په نوموړی ترهه ګرې حملې کې چی مسولیت یې داعش ترهه ګرې ډلې پرغاړه اخیستې دې ، لږ تر لږه ۱۰۳ کسان مړه او څه د پاسه ۱۵۰ هم ژوبل شوی دی